Sunday, March 31, 2019
Wednesday, March 13, 2019
تاريخ وويل په څو د خوښ يم
تاريخ وويل په څو د خوښ يم، چې درسره ولاړ شم؟؟
هغه؛ هغه ځواب ورکړ: زه يې وس نه لرم په څو به يې رانيسم؟
زياته يې کړه؛ هيله ده چې دا سودا له بل چا سره جوړه کړې او پرې باندې يې واخلې. مخکې لاړ او سوړ اسوېلی يې وويست ورته کړه يې؛ موږ يې وس نه لرو ممکن دې بار ته په اسانۍ اوږه ور نه شو کړای. دا ډول سودا زموږ له اودې وتلې خبرې دي.
په کراتو مراتو يې مجبور کړ تر څو د سر په بيه د سودا اخيستلو ته زړه ښه کړي.
خبرې يې ور پرې کړې، ته وا مار خوړلی دی. په لوړ غږ يې ويل ناځوانه، ته موږ ته فرېب راکوې؟ سم ځواب راکړه، د بوټ له تېرې څوکې سره يې د بدن نازکې برخې ترې يوړې.
بې خوده پرېوت، د هر بل په راتګ به له ورته حالت سره مخ کېده، څومره به يې چې وويل دا سودا زموږ له وس څخه وتلې خبرې دي، چا يې غږ نه شوای اورېدلی.
څو مياشتې وخت تېر شو، پلټنو لا زور واخيست؛ خو کوم تاثير يې پرې ونه شو کړای، پخپل دريځ کې ثابت پاتې شو. څومره چې دای پخپل دريځ کلک پاتې شو، له هغې څو چنده ډېر دوی ظلم ته کار وويل. ځکه دی په خپل دريځ کې ډېر پاک او سپېڅلی و.
په لغتو لغتو يې له سړي روغ وجود، سالم فکر، دنګه ځواني، هېواد پالنه، افغاني غرور او…… واخيستل.
له لږ ځنډ وروسته يې زړه ورته تنګ شو، نور يې نو د ظلم وروستي حدود پرې استعمال کړي ول؛ پيچکاری يې ډکې کړې، د لګولو سره سم يې لږه شېبه وروسته پښې وغځولې، يوه او بله خوا يې وکتل، هر څه يې له واکه وتلي ول.
خو نيمګړې دنيا ياري ورسره ونه کړه او د تل لپاره له همدې نړۍ د زهرو په زور وکوچېد.
هوکې عبدالولي خانه
ستا هر فرياد، بې وسي، ستا سره د شوي زور زياتي او ګڼو نورو ناخوالو حساب به هغوی ورکړي، چې په لوی لاس يې د وحشت او بربريت پر ټال وزنګولې او د اور پر يو لوی تاو يې لولپه کړې.
خدای ج شاهد حال دی او نږدې ده چې ټول شيطانان او ظالمان به سره خنثی کړي، له شر څخه به يې ملتونه خلاص شي.
عبدالولي؟
عبدالولي کونړ مېشتی کليوال ځوان؛ خو د خپل بد نصيب بدو عواقبو په زړه سوری کړ، د خپل ورځني ژوند د اړتياوو لپاره يې مبارزه کوله، تل پدې هڅه کې وو، چې يوه مړۍ ډوډۍ او حلال رزق خپلو ماشومانو بچيو ته په واک کې ورکړي.
د افغاني ټولنې ژوره او د اندېښنې وړ نيمګړتيا، چې بحث ورباندې کېدلی شي دا ده، چې موږ خپلمنځي قومي، سمتي او ژبنيو شخړو داسې پوړ ته رسولي يو چې ان پردی او د بل حق، حريم هم لا نه پېژنو.
زموږ ډېری کليوالي، ټولنيز، کلتوري ناوړه رواجونه او نا دودې سړی حيران او د ژوند ژورو ته بيايي؛ له دين څخه نا خبري، پر نبوي ارشاداتو عمل نه کول، د الله تعالی اوامرو ته غاړه نه اېښودل، بدي، بد چلند، په بدو کې ورکړه، پوله پټی، بې وسي، مظلوميت او ټولنيز چلند هغه عوامل دي، چې ډېری وختونه يو او بل دېته زړه ښه کړي تر څو د يو څو روپيو په بدل کې يو بل پر بل خرڅ کړو.
د عبدالولي د خوږ ژوند ترخې شېبې هم دا ډول تراژيدي له ځان سره لري؛ عبدالولي کليوالو پدې پلمه د امريکايانو په واک کې ورکړ، چې ګواکې هغه پر امريکايي هډه مزايل فير او وار کړيدي، خو له اره داسې نه وه. هغه يو ساده، غريب او د کورنۍ د يو غړي په صفت کوښښ کاوه تر څو د کورنۍ د وګړو خېټې مړې وساتي. د کليوالو د شيطاني او خپلمنځي شخړو او بديو له کبله کنړ کې د امريکايانو په وحشي زندان کې د اوږدې مودې لپاره پرېوت. البته دا چاره د کليوالو، کنړونو والي او د والي صاحب د زوی په مرسته د امريکايانو په واک کې ورکړل شو، د ژوند تر وروستيو شېبو همدلته پاتې شو؛ خو د ژوند کولو شېبې يې دومره بدرنګې او زړه خوړينې وې، چې د تعذيبونو ور ها خوا پر بې خوبي، ځور، اروايي ناروغتيا او د دې تر څنګ يې ټول د ظلم او سيتم تکتيکونه پرې استعمال کړل او بلا اخيره د پيچکاري په ورکولو سره له دې نړۍ د تل لپاره وکوچېد. د اس رياست د مالوماتو سره د عبدالولي کورنۍ ته يوازې او يوازې ($ 2000 ) ډالر د هغه د مړينې په بدل کې ورکړې.
اروا يې ښاده، پر ګور يې الهي انوارات.
انا لله وانا اليه راجعون
محمد امين علمي
په کار ځای کې ټول ستا ملګري نه شي کېدای
په کار ځای کې ټول ستا ملګري نه شي کېدای؛
خپل کار کوه
پيسې واخله
او کور ته ځه
#ژباړه محمد امین علمي
ښکلا په دې مانا نه ده!
ښکلا په دې معنا نه ده
چې ښکلئ مخ ولرﻱ
بلکې ښه فکر ، ښه زړه او ښه اخلاق اصلي ښکلا ده!
Beauty does not need the face, but good feelings and morality is itself beautiful
Muhammad sadiq ilmi
Sunday, March 10, 2019
حدیث شریف
رسول اللّٰه ﷺ فرمایلې:
فریبکاره، بخیل او هغه څوک چې د خپل احسان مِنت پر بل چا باندې اچوي، جنت ته به داخل نشي.
📚 ترمذي
Subscribe to:
Posts (Atom)
کتاب : د انبیاء علیهم السلام کیسې چاپ وار : لومړی بــــيـه : ۲۰۰؋ ليکوال : مولوي عبدالله خوشحال حنفي دیوبندي کتاب : خوشاله ژ...
![](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEh8GyVAnLnmpMLAdktClrVM3HdEfguGGgW06FStDR0OndGDJfoz-d1IRELrNQqNzsmrukfbsEUYX-42QgXtUrEw-JgTEpbabMAe8_fmjFuBvDA0fvsS-SDZhhv7T9ozj2yckdW2c4F19vw_/s320/56339224-B66F-4C9F-9E9C-B08F9848135E.jpeg)
-
۱ هر سهار په پنځو بجو پورته شئ او یوه ګړۍ په خپل ځان او ذهن کار و کړئ . ۲ د هغه خلکو په منځ کې ژوند وکړئ چې ...
-
طبابت، انجنيري، اقتصاد، حقوق او بل هر پوهنځی پدې مانا نه ده، چې يو څوک د له همدې مسلکونو څخه فارغ وي او دوی د مسلک پر مضامينو او په ورته ...
-
کمه ذهني کمزوري په دې ډله کې د ذهني کمزورتیا کابو ۸۵ سلنه کسان ځای لري دغه ډله کسان د بدني ط...