موږ که د معياري ليکنو، ژباړو او نقد کولو پړاوونو او پروسې ته لار پيدا کوو، ممکن پېړۍ پېړۍ وخت راڅخه واخلي. ډېری وختونه ګورو، لولو او ليکو د ښاغلي استاد (ا، ب، ج) کتاب، د سريزې، د کيسې ليکنې، د مونوګراف ليکنې، د نثر ليکلو، د ډرامې ليکلو، د ناول ليکلو، د ادبي بحثونو، د علمي ليکنو، پخپله د ليکنې ليکوال، او ګڼو نورو مواردو په اړه د ليکنو ليکوالان او يا يې له بلې ژبې څخه په تاثر د ليکنې ليکوالان به مو اورېدلي او لوستلي وي.
زموږ ډېری پښتو شوي کتابونه که څه هم له نورو ژبو څخه ژباړل شوي او يا هم ليکل شوي دي؛ نو يو تعداد ليکوالان، ژباړونکي نوموړي کتابونه پر خپل نوم نوموي، ځان ته دا حق ورکوي چې ګواکې د ژبې تشه پدې برخه کې دوی ور پوره او اضافه کړه او دا باب ګواکې د ده په نوم ونومول شو.
که څه هم د نوموړيو کتابونو او ليکنو راتګ زموږ ټولنې، تدريسي سيسټم او کتابتونونو ته ډېر وروسته راغلي او ورسره اشنا شوي يو؛ نو په دې خبره بايد اعتراف وشي چې نوموړيو کتابونو له ډېر پخوا په نړۍ کې شتون درلود. موږ ممکن نوموړي مضامين، موضوعات او ليکنې ډېر وروسته تر لاسه کړي وي او خپلې ژبې ته مو را ژباړلي وي، که يې خپلې ژبې ته راوړو، يا يې خپروو او يا يې له يو چا سره شريکوو، ښه به دا وي چې د ليکوال، ژباړن نوم ورسره په ډېر احترام ياد او وليکو، که يې ژباړو، يا يې د ژباړې په بڼه خپروو؛ نو په کار ده چې د ليکوال له نوم څخه مو خپل نوم بې حده پېړ نه وي ليکلی.
د ليکوالي همدا جنجالي او د حساسې برخې ونډه متاسفانه زموږ په تدريسي کتابونو، چپټرونو کې ډېره عامه، پراخه، د اندېښنې وړ او د پرمختګ په حال کې ده. هيله ده چې ليکوالان حضرات به ورته جدي پاملرنه وکړي او په راتلوونکي کې به د خپلو ليکنو شاهد حال واوسي.
په همدې هيله!
پای
#ليکوالي