Tuesday, October 29, 2019

اقتصادي وده او د فيوډالېسټ انسان څرنګوالی:

د يوې اقتصادي ټولنې د رامنځ ته کېدو ټول علتونه، ځانګړنې، ښېګڼې، ټولنيز چلندونه، لاسته راوړنې، د کار او روزګار جريان، د توليدي توکو د توليد بډاينه، اقتصادي پرمختيا او په خپلو پښو درېدل هغه موارد او د شننې وړ موضوعات دي، چې په تاريخي لحاظ ورته هر انسان اړتيا لري.
دا ټولې کړنې موږ ته راښيي او را په ګوته کوي، چې د اقتصادي ودې او په ټوله کې د اقتصادي پرمختيا تر شا لاس په بې ساري ډول د چا دی؟
انساني کړنې که په سم ډول مديريت، رهبري او په خپل وخت ونه څارل شي، زيانونه له ځان سره منځ ته راوړلی شي؛ خو د رهبري، مديريت، څار ډول، بڼه، رنګ، خوی بايد په دې مانا نه وي چې انساني کرامات او انساني غرور تر پښو لاندې کړي. يوه ډله خلک په دې نظر او اند دي، چې زه څه غواړم، څه بايد تر سره شي، په کوم کيف تر سره، څه ډول څرنګوالی بايد ولري؟ کومې ځانګړنې بايد خپلې کړي؟ او بلاخره د ټولني وګړي په کوم ډول په ګونډو په ملا مات او سجدې کولو ته اړ باسي؟
د فيوډالېسټې طبقې وګړي تل په دې هڅه کې وي، چې څومره توليد رامنځ ته کړي، څومره پيسې تر لاسه کړي، څومره کارکوونکي بايد په کار خونه کې وګمارل شي، څومره وګړي ورته د اعلاناتو او مارکېټېنګ له لارې توليد شوي توکي په بازار کې وپلوري، په بازار کې د انحصاري کړۍ د خپلولو له پاره له کوم ډول تاکتيک او پلان څخه کار واخلي، د همدې پروسې د پرمختګ او بريالي کېدو له پاره بايد د چټک غبرګون وېښ کارکوونکي له ځان سره ولري؟
فيوډالېسټ حتا نه غواړي تا په يو سم، سالم، روغ او په ورته برخه کې د مخکښ په نوم وپېژني، فيوډالېسټ د زبرځواک ښامار په څېر د نړۍ هر بل حريف تر پښو لاندې کوي او وينه يې زبيښي. د ډېری پرېکړو تصاميم پخپله نيسي؛ خو که کومه نيمګړتيا، په وخت نه تر سره کېدل، له وسې نه بهر ډېر کار نه تر سره کول، د ده له ناسم دريځ سره سم پر مخ نه تلل او ګڼو نورو مواردو کې پر شا تمبول کېږي، پړه او د زيان بوج يې په بې کسه، بې وسه، بې ژبې، بې اسرې او بې چاره کارکوونکو وراچوي. ګواکې دا کار دوی تر سره کړی او يا هم د دوی په مشوره ورته کار صورت موندلی دی. که يې کوم وخت ګټه وټه ډېره تر لاسه کړې وي او يا يې د توقع خلاف ډېر څه په لاس راوړي وي؛ نو بيا نږدې وي، چې د ټولې نړۍ د پاچاهي دعوا وکړي، يا نږدې وي چې د ټولې نړۍ انسانان د اور په لمبو کې لو لپه کړي. يا هم په ټولنه کې د عيش عشرت په لټه شپې او ورځې سبا کوي. د خوار، بې چاره، لوږې ځپلي اولس او بې اسرې کارکونکو ژوند او ورځنی چارې د دوی له کړنو سره مستقيما تړاو لري؛ دا چې کارکوونکي او عام انسانان د خپل عزت، غرور او انساني کرامت له مخې نه غواړي، چې د حيواناتو په منډيي کې ځان وپلوري؛ نو د خپل همدغه غيرت په اساس د ورځني ژوند چارې تنظيموي او پر مخ روان وي.
دا چې نه يواځې د فيوډالېسټې طبقې خلک نور ګماري او لاسته راوړنې لري، په توليد، مديريت، سپما، مشري، او د ګڼو نورو کړنو دا دروند بوج مسلکي او په کار پوه کسان پر مخ وړي؛ نو نه بايد فيوډالېسټ ته دومره لوړ مقام ورکول شي، چې سبا د وګړو پر ژوند لوبې وکړي.
هوکې موږ بايد په ډېر ډاډ سره ووايو چې همدې فيوډالېسټ انسان ته همدا مسلکي او په کار پوه کسان کار کوي؛ نو ښه به دا وي چې همدا مسلکي او پروفېشنل کسان د ځان په حق زياتی ونه کړي. خپل مسير، ليدلوری او د کړنلارو ډول ته پخپله درناوی ولرو، کنه نو د فيوډالېسټ انسان د لاس اله او د چارو د سمبالښت تر ټولو ښه سمبالوونکي انسانان به موږ يو.
درنښت
محمد امين علمي

No comments:

Post a Comment

کتاب : د انبیاء علیهم السلام کیسې چاپ وار :  لومړی بــــيـه :  ۲۰۰؋   ليکوال : مولوي عبدالله خوشحال حنفي دیوبندي کتاب :  خوشاله ژ...