د ثبوت پر بنياد يې ګڼ ولسي وګړي شهيدان او ووژل؛
ته وا دا دوی ته له نيکونو او پلارونو ورپاتې ميراث دی، چې ګواکې بې ګناه وګړي او انسانان په کور کلي کې په يو او بل نوم ووژنئ! ټولې نړۍ ته يې د دهشتګرد، جاسوس او د ګڼو نورو نومونو په يادولو سره وروپېژنئ، د ښه سړيتوب، ځان سپينولو او ځان ته د مشروعيت د ورکولو برات تر لاسه او په خپل نوم کړئ.
اوس که خبره د ثبوت، د ځان د بې پرې ګڼلو او په ورته پېښو کې د ځان د نه ښکېلولو او نه مسؤل ګڼلو خبره وي، ممکن بل لوری شل نور ثبوتونه او د نه مسؤليت ډنډورې او د ځان د سپين ښودلو بلا ډېرې کلېشې وکاروي او وغږوي.
دا چې موږ د افغاني ټولنې انسانان په يو بل نوم، هر شکل، هرې ډلې ټپلې پورې د تړاو په تور، د بې بنسټه، بې اساسه او نا موثقو مالوماتو او اطلاعاتو پر بنياد وژل کېږو، تر شا يې همدا علتونه او بې اساسه موارد دي چې افغان انسان ترې دا څو لسيزې کړېږي او ځورېږي، په لوی لاس يې پور ته اوږه ورکوو، ته وا موږ د هوسا ژوند کولو حق نه لرو، بې ګناه، بې اسرې، بې وزله او بې وسه انسانان د اور په لمبو کې لولپه کېږي او سوځي.
#ثبوت